Baner new picture

غزل / رستم

04.05.2011 23:53

غزل

یو هلته پروت پر میکده دی خو له درده ډ ک دی

بل دلته خدای  ته په سجده دی خو له درده ډک دی

ژوند کې  هر څه لرمه  ګرانې، خو یو  تا نه لرم

ژوند مې منم چې اسوده دی  خو له درده ډک دی

ما مې خپل واک عشقه!  دا ستا له  لاسه  زړه ته ورکړ

دی  د وجود نماینده دی خو له درده  ډک دی

خدای پاماني ده  ، شین سهار  دی ، اخ بیلیږي دواړه

خدای شته انځور یې  ډیر ساده دی خو له درده  ډک دی

وخته ! باور وکړه د هغه مار راکړی پرهر

کلونه شول  ستا په هوده دی خو له درده ډک دی

ته یې لومړۍ مینه وې ته وې لومړی درد د رستم

اوس هم ستا عشق ته اماده دی خو له درده ډک دی
فضل الربي رستم

محمد سلیم احمدزی باغ بالا کابل 05.05.2011 05:45

رستمه اشنا ډیر ښایست او زړه راښکونکی بیتونه دی شخص دا می خدای خبر څوم ځل دی چی وایم یی او په خوند یی نه مړیږم او ټول می اوس په حافظه کی داسی کیناست لکه په سپینه سفحه باندی د قلم لیکل. خو دا بیت یی بیا سړی لیوانی کوی.
ژوند کی هر څه لرمه ګرانی خو یو تا نه لرم
ژوند می منم چی اسوده دی خو له درده ډک دی

خدای پامانی ده شین سهار دی اخ بیلیږی دواړه
خدای شته انځور یی ډیر ساده دی خو له درده ډک دی

ستا د لا بریا په هیله.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
See 10-Day Forecast
© HotelsCombined.com
--------------------------------------------------------------------------------------------- ================================================================= ----------------------------------------------------------------------------------------- فضل الربي رستم

Create Your Badge پرلیکه ------------------------------------------------------------------------------ میلمانه...