چې ستا د تللو مخنیوی یې کړی-- لالیه باد دی که باران دی ښه دی
تا که زه هر مدام ستايلي په غزل کښې يمــــــه -- زه د هم نوم د لوپټــــــــې په ژۍ ليکم درمانــــــه
د زندګۍ نیمایې شعر ومه غزل دې کړمه -- خپله نامه دې ګرانې راکړه ، مکمل دې کړمه
زړه مې د ښکلاوو د جلوو پېرومزاج نه شي -- ښی لاس مې دې هيڅکله دې چپ لاس ته محتاج نه شي
ومې زنګوي په روماني څڼو کې ټال راوړير -- ما ته مې د شعر ملګرې راشي ، تانه خیال راوړي
زمانه هم راته ښایې ، قدمونه د ګناوو -- زمانه مې هم په چل د بدنامۍ لورې ته بیایې
زما چېغه ، ژړا څنګه تر تا نه رسېدله؟ --- او ما ته ولې ستا د زړه درزا رارسېدله ؟
درلېږم کليوال حسن ته خیال مستې ملنګې! -- یو څه مالګه اوبه د شعر انځور ته رسوم
د ژوند امېد په هر قیامت کې راکوي ملګري -- خو چې ترې لاړ شم ، بیا مې مړ حسابوي ملګري
سوکنډي مې د زړه سر، خو له انجامه لرم ډار -- په زړه یوه خبره خطرناکه ګرځوم
که ټوله زمانه زړه ته راتېره شي ، ملالې -- ها ، شپه د درد ولاکه رانه هېره شي، ملالې
زه غواړمه مستي او شرنګا شرنګ ستا د بنګړو--- خو ته یې ستا فطرت کې همیشه وي خاموشي
































